IQNA

 دهند په یوه پارلیماني استازي په توکمیزو خبرو پراخ اعتراضونه شوي

16:13 - August 23, 2022
د خبر لمبر: 3486131
ایکنا-(تهران)دلازیاتو مسلمانانو وژلو ته د لمسولو او دپنځو مسلمانانو د قتل په باب د هندوستان د واکمن بي جې پي ګوند یوه مسئول او د راجستان صوبائي جرګې پخواني غړي  څرګندونوپه ټولنیزو چینلونو کې د مسلمانانو پراخ اعتراضونه رپارولی دي.

ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ، له دې وروسته چې د هندوستان د واکمن  بي جې پي ګوند یوه نامتو مسئول او د راجستان صوبائي جرګې دپخواني غړي دیوې ویډيوئي کلیپ په خپریدا سره  په ډاګه د هغه په لاس دپنځو مسلمانانو د وژلو او دغه راز دلازیاتو مسلمانانو قتل ته د نورو افراطیانو دلمسولو په باب خبرې شوي،  دهندوستان د ټولنیزو چینلونو  سخته کرکه او غوسه ئې  راپارولې ده.د صوبائي جرګې دغه پخواني استازي پخپل ویډیوئي کلیپ کې سپارښتنه کوي مسلمانان باید تر مرګ حده پورې شکنجه شي.

په همداوروستیو کې په هندوستان کې دغه ویډیوئي کلیپ ډير زیات خور شوی دی  چې په ډاګه پکې د پنځو مسلمانانو په وژلو اعتراف کوي او دغه راز دلازیاتو مسلمانانو دوژلو لپاره  افراطیان لمسوي . دهغه په وینا، هغه وړاندیز کوي  چې که دغه شان کار چا وکړ،نو ډير زر به ئې په ضمانت سره راخوشي کړي.

د هندي رسندویو په وینا،دغه افراطي کس  چې ویډیوئې کلیب ئې خپور کړی،د راجستان صوبائي جرګې پخوانی غړی او د بهارتیه جنتا پارټۍ یا بي جې پي یو غوره مسئول ګیان دو آهوجه دی.

ځاي ورځپاڼو  راپور ورکړیو آهوجه هغو پیښوته اشاره کوي چې پکې مسلمانان په قاچاق کې په لاس درلودلو او دغواګانو په ذبحه کولو تورن شوي دي. په عین حال کې  خبری سرچینو د هندوستان د بي جې پي  ګوند له قوله  وئیلی دي ،چې دآهوجه  لیدتوګه  د دغه ګوند  دلیدتوګو منعکس کونکی نه ده،بلکې دا  نظریات د هغه  کس شخصي اړخ لری.داپه داسې حال کې دي چې  ټولنیزو چینلونو ډیری فعالان  دغه څرګندونې  دهند واکمن ګوند یوه فلسفه  ګڼي چې په عمل کې داجرا کیدا په حال کې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4080123

captcha